د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د کډوالو نړیوالې ادارې د سیمه ییزه همغږي کوونکي سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ولسمشر استازي عصمت الله ایرګاشف د آی او اېم له مشر حاجي اف سره ولیدل او د کډوالو او افغانستان په اړه یې خبرې ورسره وکړې.
حاجي اف د افغانستان په تل پاتې سوله او ثبات کې د ازبکستان رول مهم بللی او پر هغې یې ټیڼګار کړی دي.
دواړو لورو ازبکستان او کډوالو د ادارې تر منځ پر اړیکو او د افغانستان په اړه د دواړو د نظر په اړه بحث کړی دی.
جمهورخبري آژانس