۰
د ایران د استازو جرګې یو غړی طالبانو ته!

موږ نه اشرف غني یو او نه د امریکا تښتېدونکي ځواکونه

شنبی ۳۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۳
د ایران د استازو جرګې یوه غړي جلیل جهان د هلمند د اوبو په اړه طالبانو ته ګوت څنډنه کړې، چې ایرانیانو ته دې نه د اشرف غني فکر کوي او نه دې د امریکا د تښتېدو سرتېرو.
موږ نه اشرف غني یو او نه د امریکا تښتېدونکي ځواکونه
د ایران د استازو جرګې یوه غړي جلیل جهان د هلمند د اوبو په اړه طالبانو ته ګوت څنډنه کړې، چې ایرانیانو ته دې نه د اشرف غني فکر کوي او نه دې د امریکا د تښتېدو سرتېرو.
 
دغه ایراني استازي ادعا کړې، چې طالبان د لوېدیځ د امنیتي شبکو ځري او تربیت شوي کسان دي او باید د هلمند اوبو کې د ایران د ونډې برخه کې تېروتنه ونه کړي.
 
نوموړي خبرداری ورکړی، چې طالبان دې د ایران صبر او حوصله نه ازمويي، ځکه په وینا یې ایرانیان نه اشرف غني دي او نه هم د امریکا تښتېدلي ځواکونه.
 
جهان طالبانو ته د یوې ډلګۍ خطاب کړی او پر خپل ټوېټر یې د ایران د نظامي ځواکونو تصویر خپرولو سره لیکلي، چې دوی د دغه ډلګې د ادبیاتو او کړنو په اړه وړاندوینه دروده.

هغه ویلي، لجاجت، حماقت او نړیوالو قوانینو ته نه پاملرنه د غرب امنیتي سرویسونو د دغه روزل شویو په په خټه کې نښتی دی.
 
ده خبرداری ورکړی، چې که طالبان د هلمند اوبو کې د ایران د ونډې په اړه نړیوالو قوانینو ته پاملرنه ونه کړي، نو دا به نه یوازې د ایرانیانو بلکې په ډېرو برخو کې د افغانانو په زیان هم تمامه شي.
 
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ایران حقابه د هلمند د تړون یوه معلومه برخه ده او هېڅوک نه شي کولی له دغه موضوع څخه انکار وکړي.
 
دی وايي، طالبان د ایران لپاره بالقوه ګواښ نه دی، بلکې د ایران هڅه او تلاش دا و چې له ایران سره د طالبانو پیستون کلک شي تر څو افغانستان د امریکا په منګولو کې پاتې نه شي.
نوموړي ویلي، د افغانستان پخوانیو واکمنانو حامد کرزي او اشرف غني هم د هلمند اوبو کې د ایران له حق څخه سترګې نه دي پټې کړې او دا به یې ویل چې بارانونه نشته، چې ایران ته اوبه ورشي.
 
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ایران ولسمشر رییسي او بهرنیو چارو وزارت هم د هلمند اوبو کې د ایران د حقابې په اړه طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوی دی.
 
طالبانو په وار وار ویلي، چې د ایران حق آبې ته د تړون پر بنسټ ژمن دي، خو په وینا یې وچکالي ده، اوبه نشته، چې ایران ته ورشي.
 
د یادونې ده، چې ایران په تېرو ۴۰ کلونو کې افغانستان کې د جګړو له امله توانېدلی، چې په میلیاردونو مترمکعبه اوبه چې بیه یې ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي په مفته کې تر اوسه کړې او اوس افغان لوري ته د دغه پیسو له ورکړې هم منکر دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي