۰

خلیلزاد ایران سره د اوبو برخه کې د طالبانو دریځ وستایه

چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د کابل او تهران تر منځ د اوبو پر سر لانجه کې د طالبانو دریځ ستایلی او ویلي یې دي طالبان په دې برخه کې د یوه مسوولانه او د دولتي چارواکو په توګه چلند کوي.
خلیلزاد ایران سره د اوبو برخه کې د طالبانو دریځ وستایه
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د کابل او تهران تر منځ د اوبو پر سر لانجه کې د طالبانو دریځ ستایلی او ویلي یې دي طالبان په دې برخه کې د یوه مسوولانه او د دولتي چارواکو په توګه چلند کوي.

خلیلزاد نن د غبرګولي ۳ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي څرنګه چې دواړه لوري د هیرمند تړون ته ژمن دي، د ستونزې د حل لپاره باید له هغه تګلارو کار واخلي، چې تړون کې وړاندې شوي دي.
 
نوموړي ویلي، په دغه تړون کې په صراحت سره ویل شوي، چې د وچکالۍ په کلونو کولی شي د اوبو ټاکل شوې کچه راکمه کړي او دواړه لوري د ستونزې د حل لپاره د تړون سره سم دیپلوماتیګ اقدامات وکړي او یا هم درېیم ګړي ته د ستونزې د حل وړاندیز وشي.
 
 خلیلزاد ټینګار کړی، چې تر اوسه پورې له دغه تګلارو کار نه دی اخستل شوی او ایران باید ځواک ښودنه ودروي او ګواښونه ونه کړي.

ایران وايي، طالبان اوبه نه ورپېږدي، خو طالبان وایي، دوی تړون ته ژمن دي، خو وچکالي ده او هیرمند کې هومره اوبه نشته چې ایران ته ورسېږي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي