د کاردمیر په نوم یوه ترکي شرکت د طالبانو د ادارې د ریل پټلۍ له سرپرست مشر سره کتنه کې په افغانستان کې د ریل تولید برخه کې چمتوالی ښودلی دی.
د کاردمیر په نوم یوه ترکي شرکت د طالبانو د ادارې د ریل پټلۍ له سرپرست مشر سره کتنه کې په افغانستان کې د ریل تولید برخه کې چمتوالی ښودلی دی. د طالبانو د ریل پتلۍ مشر دوه ورځې وړاندې د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ او هلته یې د ترکي چارواکو او سوداګرو سره لیدنې کتنې پيل کړې دي. مولوي بخت الرحمن شراف ترکیه کې د اوسپینې ویلې کولو ترکي شرکت کاردمیر څخه لیدنه کړې ده. په دغه لیدنه کې د کاردمیر شرکت مشر سرکان اتامیر ویلي، دوی چمتو دي، چې د معدنې موادو په بدل کې په افغانستان کې هم د ریل تولید پیل کړي او دا به ښه پایله ولري. مولوي شرافت هم اتامیر ته ډاډ ورکړی، چې د ده په وړاندیز به کابل کې خبرې اترې وکړي او که چېرته د امارت مشران موافق وو نو دې برخه کې به مخکې لاړ شي. د یادونې ده کاردمیر د سیمې په کچه ترکیه کې د اوسپنې ویلې کولو، رېل جوړولو او نورو اوسپنیزو توګو د تولید یو مشهور شرکت دی. جمهورخبري آژانس