۰

بروکسل او نیویارک کې د افغانستان په اړه غوندې جوړېږي

سی شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی یا یوناما د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیت وايي، ډېر ژر به نیویارک او بروکسل کې د افغانستان په اړه دوه جلا غوندې جوړې شي.
بروکسل او نیویارک کې د افغانستان په اړه غوندې جوړېږي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی یا یوناما د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیت وايي، ډېر ژر به نیویارک او بروکسل کې د افغانستان په اړه دوه جلا غوندې جوړې شي.
 
سمیت دغه څرګندونې د طالبانو د ریاست الوزار د دفتر له رییس مولوي ذاکر سره په لیدنه کې کړې دي او ویلي یې دي دوی هڅه کوي، چې په افغانستان کې د لوږې او فقر د لمنځه وړلو او خلکو ته د اساسي خدماتو رسولو برخه کې له طالبانو سره له نېږدې کار وکړي.
 
نوموړي دا هم ویلي، چې ډېر ژر به نیویارک او بروکسل کې د افغانستان په اړه غوندې وشي او د یوناما استازي به په کې هڅه وکړي، چې افغانستان ته لا ډېرې مرستې راجلب کړي.
 
 
مولوي ذاکر هم ویلي، افغانان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نړیوال باید په دې بحراني حالت کې د افغانانو لاسنوی وکړي او خپلې مرستې ورسره ډېرې کړي.
 
نوموړي ویلي، د افغانستان سره د کرنې، روغتیا او بنسټیزو پروژو برخه کې مرستې ډېرې اړینې دي او که نړیوال پرې اقتصادي بندیزونه لرې کړي نو ډېر ژر به دا هېواد په خپلو پښو ودرېږي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي