د امریکا د کانګرس د دموکراتو او جمهوري غوښتونکو له ډلې درې تنو غړو امریکا کې د افغان کډوالو د وېزو د تمدید طرحه کانګرس ته وړاندې کړه.
دغه طرحه پرون دوشنبې د جوزا په ۱۵ مه د یادو استازو له خوا د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوې او په کې غوښتل شوي، چې د افغان کډوالو د اس آی وي وېزې باید د پنځو نورو کلونو لپاره هم تمدید شي تر څو افغانان ترې ګټه واخلي.
برد ونسترپ او ارل بلومنور په یوه بیانیه کې ویلي، چې دغه طرحه یې د خپلو افغان متحدینو د حافظت لپاره وړاندې کړې او د پنځو کلونو لپاره به تمدید شي او دغه راز ۲۰ زره نورې ځانګړې وېزې به افغانانو ته ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس