د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست ویلي، دی د افغانستان د مسایلو پر سر د خبرو لپاره برېتانیا او متحده عربي اماراتو ته ځي.
ویست دا خبره پر خپله ټوېټر پاڼه کړې زیاته کړې چې دی به د جون میاشتې له پنځمې تر ۹ مې پورې لندن او ابوظبۍ ته ولاړ شي.
د هغه په وینا د سفر په ترڅ کې به د برېتانوي او اماراتي چارواکو سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو او مسایلو خبرې اترې ولري، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس