یو پلټونکي برېتانوي بنسټ په یوه پلټنه کې موندلې، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکیله کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د دغه بنسټ په وینا د تېر په پرتله په بې ساري ډول په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې کموالی راغلی دی.
یاد بنسټ د کوکنارو د کښت د کموالي انځورونه هم خپاره کړي دي او ویلي یې دي طالبان بریالي شوي، چې هلمند کې د کوکنارو کښت ۹۹ سلنه راکم کړي.
په ټول کې د دغه بنسټ د یوه پلټونکي ډیویډ منسفیلډ موندلې ښودلې، چې د افغانستان په جنوب کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د دوی په وینا د کوکنارو کښت له هغې راهیسې کم شوی، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د هر ډول نشه يي توکو پر کرکیله بندیز ولګاوه.
په ورته وخت د نشه يي توکو سره د مبارزې یوه پخواني مسوول مایک تری ویلي، د کوکنارو د کښت دغه کموالی به په نړۍ کې د هیروینو د قاچاق او سازمان شویو جرایمو په کموالي کې د پام وړ رول ولري.
جمهورخبري آژانس