نوموړي د پاکستان د امنیت د مطالعاتو او پلټنو له مرکز سره په یوه مرکه کې ویلي«همدا اوس په کابل کې ۲۱ سفارتونه او د امریکا په ګډون ۱۶ سفارتونه په دوحه کې له طالبانو سره په اړیکه کې دي، دا نړۍ نه ده، چې له طالبانو سره اړیکې غواړي، بلکې دا ملا هبت الله اخند دی، چې غلی دی او له خلکو سره نه ګوري له هغه پرته نړۍ د طالبانو سره په اړیکه کې ده.»
یاد استازي د طالبانو له مشر سره د قطر د لومړي وزیر لیدنې ته په اشارې ویلي، که دا رښتیا وي، نو دا له نړۍ سره د طالبانو د مشرتابه په تعامل کې د بدلون رامنځ ته کېدل ښيي.