۰

طالبان: له نړۍ سره نیکې اړیکې لرو

سی شنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۱
د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کړې، چې امارت د نړۍ سره نیکې اړیکې ټینګې کړې دي.
طالبان: له نړۍ سره نیکې اړیکې لرو
د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کړې، چې امارت د نړۍ سره نیکې اړیکې ټینګې کړې دي.
 
مولوي کبیر دغه ادعا له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره کتنه کې کړې ده.
 
نوموړي د ننګرهار قومي مشرانو او مخورو ته ویلي، دا چې خلک له امارت او اسلامي نظام سره زړه راښکون لري دا د دې ښکارندوی دی، چې ملت له امارت سره ولاړ دی.
 
ده زیاته کړې، چې امارت امنیت ټینګ کړی او وروسته له دې په دې هڅه کې دی، چې خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.
 
هغه دا هم ویلي، چې اوس امارت له نړۍ سره نیکې اړیکې ټینګې کړې او دا به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ خورا ښه اغېزه وکړي.
 
مولوي کبیر دا ادعا پر داسې مهال کوي، چې د امارت د واک ته رسېدو دوه کاله پوره کېږي، خو لا هم یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي