د خوست ولایت د تخنیکي اسنتېتیوت د کمپیوټر ساینس یوه محصل داسې اپلیکېشن جوړ کړی، چې طبي کتابونه په وړیا توګه د غوښتنوونکو په واک کې ورکوي.
همت الله همت د خوست ولایت د تخنیکي انستېتیوت د کمپيوټر ساینس محصل دی، چې څه موده وړاندې یې دغه اپلیکېښن وړاندې کړ او د ګوګل د شرکت له خوا هم د تایید وړ شو.
ښاغلي همت ویلي، دغه اپلیکېشن طبي کتابونه په وړیا توګه د محصلینو په واک کې ورکوي.
ویل کېږي د هغه کتابونو بیه چې په بازارونو کې تر ۲۰۰ امریکايي ډالرو پورې بینه لري، په دغه اپلیکېشن کې په وړیا توګه غوښتونکو ته ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس