د طالبانو اداري مرستیال د افغانستان له دیني عالمانو غوښتي، چې د دوی د نظام د استحکام او دوام لپاره هڅې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مولوي عبدالسلام حنفي دغه څرګندونې د پنجشېر ولایت له یو شمېر دیني عالمانو سره کتنه کې کړې او ویلي یې دي، چې له دغه نظام څخه دفاع د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د هېواد د علماوو دنده ده او په دې لار کې باید له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
دی وايي، تر خپل توان پورې هڅه کوي، چې د خلکو ستونزې حل شي او په دې برخه کې بېړني اقدامات وکړي.
جمهورخبري آژانس