د پنجشېر د ټولګټو چارو ریاست په دغه ولایت کې د ۲۱ کیلومتره سړک د پراخولو او پاکولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخي د پنجشېر د لویې لارې د پراخولو او پاکولو چارې د دو آب- کوتل خاوک پورې د ټولګټو چارو ریاست له خوا پیل شوې.
دغه سړک ۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د ګڼې ګوڼې او ترافیکي پېښو د مخنیوي او د ترانسپورتي اسانتیاو برابرولو په موخه یې د پراخولو او پاکولو چارې پیل شوې دي.
جمهور خبري آژانس