د افغانستان د خصوصي بانکونو ټولنې اجرائیه رییس په تېرو دوه کلونو کې د بانکونو د وضعیت مخ پر ښه کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نجیب الله امیري ویلي، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بانکونو ۴۰۰ نماینده ګۍ فعالې او لاس رسي وړ دي.
د هغه په وینا څلورو بانکونو کابو په بېلا بېلو سکتورونو کې کابو ۴۰ میلیارده افغانۍ پانګونه کړې او ۸۰۰ زره کارکونکو ته معاشونه ورکوي.
د خصوصي بانکونو ټولنې اجرائیه رییس ویلي، د افغانستان د بانکونو وضعیت په تېرو دوه کلونو کې مخ په ښه کېدو روان دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پانګوال او سوداګر وايي، د پیسو اخیستلو کې لا هم ستونزو سره مخ دي او غواړي، چې پولي محدویتونه له منځه یووړل شي.
جمهورخبري آژانس