۰

کنړ کې د پاکستاني طالبانو ۷۰ غړي نیول شوي دي

دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۸
د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي یوه قوماندان ویلي، د دوی د ډلې ۷۰ غړي د افغانستان کنړ ولایت کې نیول شوي دي.
کنړ کې د پاکستاني طالبانو ۷۰ غړي نیول شوي دي
د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي یوه قوماندان ویلي، د دوی د ډلې ۷۰ غړي د افغانستان کنړ ولایت کې نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستاني طالبانو دغه قوماندان د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو  ۷۰ غړي نیولي دي، چې په کې ۱۵ تنه ټپیان هم دي.
 
هغه زیاته کړې، د ټي ټي پي دغه غړي د چترال په پېښه کې لاس درلود، چې د افغانستان د طالبانو د چارواکو په لارښوونه نیول شوي او د څرخي پله زندان ته لېږدول شوي دي.
 
افغان طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي