۰
 ندیم:

د لوېدیځ په غوښتنه د شریعت له یوه جزه هم نه تېرېږو

چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وايي، دوی د لوېدیځوالو په غوښتنه به د شریعت له یوه جز نه هم تېر نه شي.
د لوېدیځ په غوښتنه د شریعت له یوه جزه هم نه تېرېږو
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وايي، دوی د لوېدیځوالو په غوښتنه به د شریعت له یوه جز نه هم تېر نه شي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ندیم دغه څرګندونې پرون د وږي ۲۸ مه فاریاب کې یوې لویې غوندې ته کړې دي.
 
هغه خلکو ته و ویل، چې د دښمن د تبلیغاتي جګړې دوکه ونخورۍ، په اسلامي امارت باور وکړۍ، ځکه په وینا یې د امارت مسوولین د لوېدیځ په غوښتنه د شریعت له یوه جزه هم نه تېرېږي.
 
هغه دا هم ویلي، د لوړو زده کړو وزارت موظف دی تر څو ټولو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

جمهور خبري آژانس
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي