د ایران او د تاجیکستان ولسمشرانو ابراهیم رئیسي او امام علي رحمان په افغانستان کې د ثبات په رامنځ ته کېدو ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رئیسي او رحمان نن د وږي ۲۹ د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع په څنډه کې سره کتلي او د افغانستان او سیمې په اړه یې خبرې کړې دي.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو د غونډو پر جوړېدو، په افغانستان کې د ثبات رامنځ ته کېدل او د تل پاتې امنیت لپاره د سیمې په مسایلو کې د پردیو نه مداخله یو اړین امر وباله.
دوی د خپلو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس