۰
ملا خیرخواه رسنیو ته!

د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي

چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۲
د طالبانو  د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر  ملا خیرالله خیرخواه یو ځل بیا له رسنیو غوښتي، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې فعالیت وکړي.
د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي
د طالبانو  د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر  ملا خیرالله خیرخواه یو ځل بیا له رسنیو غوښتي، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خیرخواه دغه غوښتنه پرون مازیګر د رسنیو د تخطۍ کمېسیون غونډه کې د رسنیو له استازو سره خبرو کې کړې ده.
 
هغه ادعا وکړه، چې اسلامي امارت د رسنیو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې او ټینګار یې وکړ، رسنۍ مکلفې دي، چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر اساس خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
 
خیرخوا دا ادعا او غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم په هېواد کې کابو تر ۳۰۰ زیاتې رسنۍ تړل شوې، زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې دندې شوي او دغه راز لسګونه خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي او وهل شوي او ډبول شوي دي.

جمهورخبري آژانس

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي