د لوګر ولایت د مس عینک کان قراردادري چینايي شرکت رییس ویلي، چې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو له لارې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې مهمه ونډه اخلي.
خه شوپینګ پرون د وږي ۲۹ مه د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف سره کابل کې لیدلي دي.
ښاغلي خه شوپینګ ویلي، د چین دولت غواړي په بېلا بېلو سکتورونو کې د بنسټیزو پروژو پلي کولو له لارې د افغانستان په بیا رغونه او اقتصادي پرمختګ کې برخه واخلي.
ښاغلي شوپينک د مس عینک پروژې په اړه د معلوماتو او د نړیوالو بنسټونو سره د مس عینک ساحې د تاریخي آثارو په اړه د همغږۍ او د مس عینک کان د عملي استخراج په اړه یې ډاډ ورکړ.
جمهورخبري آژانس