د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، د تېرو شلو کلونو په پرتله هېواد کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم په مړینه کې بېساری کموالی راغلی دی.
د دغه وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان ویلي، چې په روان کال کې د مور او ماشوم مړینې ۲۵۶ پېښې د هېواد په ۲۴۰ روغتیايي مرکزونو کې ثبت شوې دي.
د ډاکتر شرافت په وینا دغه شمېره په تېرو ۲۰ کلونو کې زرګونو کسانو ته رسېده.
جمهورخبري آژانس