د طالبانو د معلوماتو او احصایې ملي ادارې تازه موندنې ښيي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو په تولید کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه ادارې اعلان کړی، چې د ریموټ سنسینګ ټیکنالوژۍ پر مټ یې د آبي او للمو ځمکو تصویرونه تحلیل او تجزیه کړي او د ۱۴۰۲ کال د غنمو د تولید په اړه یې راپور خپور کړی دی.
معلوماتو کې ویل شوي، روان کال په ټولیز ډول په ۲.۰۲ میلیون هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې له دې ډلې یې ۱.۳۴ میلیون هکتاره آبي غنم او ۶۸۰ زره هکتاره یې للمي دي.
د لاس ته راغلو شمېرو پر اساس د هېواد د ټولو کرنیزو ځمکو په ټولیزه سلنه د غنمو کر ۷۱ سلنه ساحات نیولي وو.
دغه ارقام ښيي، چې د غنمو کرنیزې ځمکې سږ کال د تېر کال په پرتله ۴.۴ سلنه او د للمې په برخه کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دیاو د دغه زیاتو لامل هم د کوکنارو پر ځای د غنمو کرل او پر وخت بارانونه وو.
د بېلګې په ډول یوازې په هلمند کې د کوکنارو په کمېدو سره سره د غنمو په ساحو کې ۴۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په دغه شمېرو کې راغلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې په ټول هېواد کې ۴.۳۵ متریک ټنه غنم تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله کابو ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
طالبانو د هېواد د نفوس براورد په پام کې نیولو سره د هېواد په کچه د غنمو اړتیا ۶.۶۲ متریک ټنه اټکل کړې، چې د تېر کال په پرتله کابو ۲.۲۷ میلیون متریک ټنه کموالی ښيي.
د دغه ادارې شمېرې د دې ښکارندوی دی، چې په کال ۱۴۰۲ کې هلمند او کندوز کې تر ټولو ډېر او پنجشېر، سمنګان او نورستان ولایتونو کې تر ټولو کم آبي غنم کرل شوي او فاریاب، تخار، ننګرهار او بامیانو کې بیا تر ټولو کم للمي کرل شوي دي.
جمهورخبري آژانس