دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د ملي دفاع وزارت د هېواد په ختیځ زون کې د ۵۶ میله وسلو او یوه اندازه مهماتو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
ختیځ زون کې ۵۶ میله وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ضبط شوي دي
د طالبانو د ملي دفاع وزارت د هېواد په ختیځ زون کې د ۵۶ میله وسلو او یوه اندازه مهماتو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
 
دغه وزارت ویلي، د ۲۰۱ خالد بن ولیدقول اردو چارواکو د کشفي او استخباراتي راپورونو پر اساس د ختیځ زون په بېلا بېلو سیمو کې چاڼیز عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۵۶ میله سپکې او درنې وسلې او یوه اندازه مهمات تر لاسه کړي دي.
 
د چارواکو په وینا، په دغه وسلو کې پیکا، راکټ، کلاشنکوف، ام ۱۶، تومانچې، مارکول او یوه اندازه مهمات شامل دي.
 
جمهورخبري آژانس

 
https://jomhornews.com/vdcfmjdyvw6dvxa.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته