۰

متقي د اتریش هېواد د عدالت ګوند له غړو سره لیدلي دي

دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۴
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل ته د اتریش هېواد د عدالت ګوند د غړو له یوه پلاوي سره لیدلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې ورسره کړې دي. 

طالبانو نن دوشنبې د تلې ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مقتي پرون د اتریش هېواد د عدالت ګوند له پلاوي سره کابل کې وکتل او هغوی ته یې ویلي، تاسو ته به څرګنده شي چې د افغانستان وضعیت تر هغه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي او ویل کېږي ډير مثبت متفاوت دی.
 
متقي د ناستې په جریان کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د اتریش په مرکز ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د قونسلي خدماتو د وړاندي کولو او نورو تسهیلاتو د رامنځته کولو په تړاو هم خبرې وکړې.
 
د اتریش د ازادۍ ګوند غړي ښاغلي یوهانس ویلي، زه تأسف کوم چې د افغانستان اوسنی مرکزي حکومت چې سرتاسري امنیت یې تامین کړی او په افغانستان کي یې د څلورو لسیزو ناخوالو ته د پای ټکی ایښی دی بیا هم په رسمیت نه پیژندل کېږي.
 
جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *