۰
 متقي:

زموږ سره د نړۍ ستونزه امنیت او نشه يي توکي و، چې حل شوه

پنجشنبه ۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر  مولوي امیرخان متقي ادعا کړې، چې د نړۍ سره سې ستونزه امنیت او نشه يي توکو وو، چې اوس حل شوې ده.
زموږ سره د نړۍ ستونزه امنیت او نشه يي توکي و، چې حل شوه
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر  مولوي امیرخان متقي ادعا کړې، چې د نړۍ سره سې ستونزه امنیت او نشه يي توکو وو، چې اوس حل شوې ده.

متقي پرون چهارشنبې د تلې ۵ مه مازیګر مهال روسیه کې د افغانستان سفارت له مسوولینو سره لیدلي او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د نړیوالو ستونزه د امنیت او نشه توکو په برخو کې وه، چې اوس حل شوې ده.

د هغه په وینا نور ټول مسایل د افغانستان کورني مسایل دي او تمه ده، چې  د هغې په روښنايي کې د افغانستان اړیکې له نړۍ په ځانګړې توګه روسیې سره پراخې شي.

متقي ویلي«افغانستان کې اوس د نشه يي توکو کرکیله صفر شوې ده، لسګونه زره نشیان تر درملنې لاندې دي، یو مرکزي حکومت په دغه هېواد کې حاکم شوی دی، چې پر ټوله جغرافیه ولکه لري او په تېرو دوه کلونو کې یې ثابته کړې، چې د افغانستان له خاورې هېچا او هېڅ هېواد ته زیان نه دی رسېدلی او نه هم رسېږي.»

نوموړي دا ادعا هم کړې، چې په دې سختو شرایطو کې د دوی په دیپلوماتیکه برخه کې ښه مخ ته روان دی او دغه اړیکې له ډېرو هېوادونو سره ښې او ورځ تر بلې پرمختګ کوي.
 
متقي له هېوادونو سره د ښو اړیکو درلودلو ادعا پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ دوه کاله او څو ورځې تېرېږي، خو دغه ډله او حکومت یې لا هم د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي