۰

سراج الدین حقاني پنجشېر ولایت ته تللی وو

شنبی ۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۱
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت خلکو ته ویلي، چې د یوه آزاد، آباد او  پرمختللي افغانستان پیغام  یې ورته راوړی دی.
سراج الدین حقاني پنجشېر ولایت ته تللی وو
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت خلکو ته ویلي، چې د یوه آزاد، آباد او  پرمختللي افغانستان پیغام  یې ورته راوړی دی.
 
حقاني پرون جمعه د تلې ۷ مه پنجشېر ته تللی و او د دغه ولایت له سیمه ییزه چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو سره یې لیدلي دي.

هغه ویلي، په هېواد  کې د نیمې پېړۍ په کشمکشونو کې بهرنیانولاس درلود، خو دا ورته څرګنده شوه، چې زموږ ملت تل متحد او یو موټی دی.
 
د وايي، اوس د نرمۍ، یووالي او ورورولۍ دی وخت دی، د جګړې او ستونزو څپرکۍ تړل شوی او د یووالي دروازه پرانستل شوې ده.


ده زیاته کړې، چې پلار یې هم د افغانانو د یوالي لپاره کار کولو، ده هم کولو او راتلونکې کې به یې هم وکړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د پنجشېر خلکو د مخکني دولت د چارواکو د کړنو له امله ستونزې او ربړونې لیدلې دي، خو دی بیا هم له هغه کسانو غواړي، چې بېرته هېواد ته راشي.
 
حقاني د پنجشېر خلکو ته ویلي« موږ تاسو خپل وروڼه بولو او تاسو ته مو د آزاد، آباد او پرمختللي افغانستان پیغام له ځان سره راوړی دی.»
 
په ورته وخت کې د د پنجشېر د علماوو شورا رییس قیام الدین حنیف د دغه ولایت د خلکو غوښتنې له ښاغلي حقاني  سره شریکې کړې او ویې ویل: په تېر کې د پنشجېر ځوانان د دې پر ځای چې د استعداد څخه یې ګټه واخستل شي د ناسمو سیاسیتونو قرباني شول.
 
ده ویلي، اوسنی نظام باید د دې ولایت د ځوانانو له وړتیا او ځواک نه کار واخلي او د پولیسو تشکیلاتو سربېره په نورو برخو کې هم ورته د کار زمینه برابره کړای شي، تر څو ځوانان د نورو د ناسمو پلانونو قرباني نه شي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي