۰

پلچرخي کې د طبي سیرومو د تولید شرکت په کار پیل وکړ

دوشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۶
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي، د طبي سیرومو د تولید یوه شرکت پر تولیداتو پیل وکړ، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰ زره سیرومه تولیدوي.
پلچرخي کې د طبي سیرومو د تولید شرکت په کار پیل وکړ
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي، د طبي سیرومو د تولید یوه شرکت پر تولیداتو پیل وکړ، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰ زره سیرومه تولیدوي.

دغه فابریکه پرون د لوړو پوړو طالب چارواکو په حضور کې د کابل د څرخي پله په صنعتي پارک کې پرانستل او د سیرومو په تولیداتو یې پیل وکړ.
 
ټي جي ایل فارماسیټیکل شرکت د ۲۵ میلیون ډالرو په پانګونې سره په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰ زره ډول ډول طبي سیرومو د تولید وړتیا لري او په کې له ۱۰۰۰ زیاتو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال له خلکو وغوښتل تر څو په هېواد کې د صنعت د ودې په خاطر له وطني تولیداتو ګټه واخلي.
 
صنعت کارانو بیا د سوداګرۍ وزارت له مشرتابه وغوښتل، چې صنعت کارانو ته د ځمکې د ورکړې، پارکونو کې د برېښنا د پرچاوی د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او دغه رزا په هغه توکو چې افغانستان یې پر ځان بسیا کړی او یا د بیسا کېدو په حال کې دی تعرفې لوړې کړي.
 
جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي