د بدخشان سیمه ییزه چارواکو په دغه ولایت کې د یوې زلزلې د رامنځ ته کېدو خبر ورکړی دی.
د دوی په وینا نن چهارشنبې د لړم ۲۴ مه سهار شاوخوا ۵ بجې یوې زلزلې دغه ولایت ولړزاوه.
د امریکا د زلزلې سنجونې مرکز ویلي، د دغه زلزلې لړزه ۴.۹ درجې وه او مرکز یې د بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالي وه.
تر اوسه د یادې زلزلې د مرګ ژوبلې او مالي زیان په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په لوېدیځ په ځانګړي ډول هرات ولایت کې یوې زورورې زلزلې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
جمهورخبري آژانس