۰

پاکستان  له پېښور هم د افغان کډوالو ایستل پیل کړل

یکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۳
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت له پېښور څخه هم د افغان کډوالو د نیولو او ویستلو لړۍ پیل کړې ده.
پاکستان  له پېښور هم د افغان کډوالو ایستل پیل کړل
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت له پېښور څخه هم د افغان کډوالو د نیولو او ویستلو لړۍ پیل کړې ده.

ویل کیږي چې پاکستاني پولیسو دغه نیول شوي کډوال نن سهار د لړم ۲۸ مه د پیښور په ناصر باغ سیمه کې یوه نوي جوړ شوي کمپ ته راټول کړي دي.

راپور زیاتوي چې نیول شوي کډوال به وروسته افغانستان ته واستول شي.

په همدې حال کې طالبانو د روانې میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې له دې هېواده له اسنادو پرته د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ پیل کړې ده.

که څه هم د پاکستان د حکومت دغه اقدام د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو اعتراضونو سره مخ شوی، خو اسلام اباد د دغې پرېکړې پر عملي کېدو ټينګار کوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي