د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې ډلې غړو په پروان کې د طالبانو پر یوه پوسته په برید کې د دغې ډلې شپږ وسله وال وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا برید د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۲۹مه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په رباط کلي کې شوی دی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي دي چې په دې برید کې د طالبانو یو رینجر موټر هم ویجاړ شوی دی.
دغې جبهې په دغه برید کې د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس