۰

د آزادۍ جبهه: بغلان کې مو ۵ وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي

چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۷
د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په بغلان کې د طالبانو پر یوه پوسته د برید په ترڅ کې ۵ وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
د آزادۍ جبهه: بغلان کې مو ۵ وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي
د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په بغلان کې د طالبانو پر یوه پوسته د برید په ترڅ کې ۵ وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.

دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه برید تېره ورځ مازدیګر د لړم په ۳۰ مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو د قرارګاه په دروازه کې شوی دی.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.

د ازادۍ جبهې په خبره، نښتې شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې د دغې جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د آزادۍ جبهې تر دې مخکې ویلي وو چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د دغې ډلې دوه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي