۰

 بغلان کې يو پخوانى سرتېرى دطالبانو له خوا ونيول شو

چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۴
بغلان کې د خلکو سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو پخوانى سرتېرى د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوى دى.
 بغلان کې يو پخوانى سرتېرى دطالبانو له خوا ونيول شو
بغلان کې د خلکو سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو پخوانى سرتېرى د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى سردار محمد نومېږي او ٤٥ ورځې وړاندې د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار د دو سرکې له سيمې څخه د طالبانو له خوا نيول شوى و.

ويل کيږي چې سردار محمد چې د بغلان ولايت د خوست فرنګ ولسوالۍ اوسيدونکى دى نامعلوم ځاى ته ليږدول شوى او تراوسه يې د برخليک په باب خبر نشته.

هغه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ټکسي چلوله.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د عمومي عفوې له اعلان سره سم د پخوانيو امنیتي ځواکونو ۸۰۰ غړي نیولي، شکنجه کړي او یا یې ورک کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي