۰

د افغان د څارنوالانو ټولنې له پاکستانه د څارنوالانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۷
په جلاوطنۍ کې د افغان څارنوالانو ټولنه وايي، کډوال څارنوالان په ځانګړې توګه په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دغه هېواد څخه د جبري شړلو په اړه اندېښمن دي.
د افغان د څارنوالانو ټولنې له پاکستانه د څارنوالانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه
په جلاوطنۍ کې د افغان څارنوالانو ټولنه وايي، کډوال څارنوالان په ځانګړې توګه په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دغه هېواد څخه د جبري شړلو په اړه اندېښمن دي.

دې ټولنې پرون د لړم ۳۰مه په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال وويل، چې د دې ټولنې غړي په ځانګړې توګه ښځينه څارنوالانې په پاکستان کې له قانوني ستونزو سره مخ دي او له دغه هېواده د کډوالو د شړلو له پرېکړې سره د دوى امنيتي اندېښنې زياتې شوې دي.

د دوی په وینا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته لږ تر لږه ۳۷ څارنوالان وژل شوي او څه باندې ۴۵ نور د دغې ډلې له خوا تر نیول کېدو او شکنجو لاندې دي.

دوی دې ته اشاره وکړه چې په پاکستان کې دغه څارنوالان د کډوالۍ حقونو ته د نه لاسرسي، د دوی د ماشومانو د تعلیم او طبي اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

د افغان څارنوالانو ټولنې غړو د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دوی د پناه غوښتنې دوسیو ته د نه رسېدو له امله نیوکه کړې ده.

دوی د کډوالۍ له ترلاسه کوونکو هېوادونو په تېره بیا له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د دوی د کډوالۍ دوسیو ته د رسېدو لپاره لومړیتوب ورکړي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې ۱.۷ میلیونه افغان کډوال به له هېواده وباسي. له پاکستان څخه د دغو کډوالو د ایستلو بهیر د روانې میاشتې په پیل کې پیل شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي