۰
ملا هبت الله چارواکو ته!

له ملت سره نرم چلند وکړۍ، زور مه کاروۍ، هره دوره تېرېدونکې ده

چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۴
د طالبانو د وزیرانو شورا ناسته د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ په کندهار ولایت کې تر سره شوه او هغه چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې له ملت سره د زور څخه کار وانخلي.
له ملت سره نرم چلند وکړۍ، زور مه کاروۍ، هره دوره تېرېدونکې ده
د طالبانو د وزیرانو شورا ناسته د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ په کندهار ولایت کې تر سره شوه او هغه چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې له ملت سره د زور څخه کار وانخلي.
 
هغه طالب چارواکو ته وینا کې و ویل، ستاسو مسوولیت خورا دروند دی، که خلکو ته ښه خدمت وکړۍ په دونیا او اخرت کې به بریالي وی.
 
ده ویلي، په هر وزارت پورې د افغانستان د قریب څلویښت ملیونه ولس حقوق اړه لري، نو که خدای مکړه کوم مسئول غفلت کوي، د څلویښت میلیونه ولس حقوق ورسره ضایع کیږي.
 
نوموړي زیاته کړې«موږ تاسو باید د خپل ولس قدر او خدمت وکړو، د دې لپار چې دې ولس له موږ سره ډيره وفا کړې ده، پام چې بې وفایي ور سره ونه کړۍ، ټول ولس ته په یوه نظر ګورئ، ځکه چې تاسو اوس د یوې ولسوالۍ یا یوه ولایت مسئولین نه یاست؛ بلکې د ټول افغانستان مسئولیت په غاړه لرۍ.»
 
د ملا هبت الله په وینا چې هره دوره تیرېدونکې ده، موږ او تاسو باید کوښښ وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح او غوره اخلاق پریږدو.
 
ملا هبت الله زیاته کړه: کوښښ کوۍ چې د زور پر ځای د تشویق، ترغیب او نیکو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته را وبولئ، د زور له لارې خلک مقابله در سره کوي خو په تشویق سره ملګرتیا او اخلاص در سره کوي.
 

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي