۰

اوزبیکستان د افغانستان په ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه کې باغونه جوړوي

شنبی ۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۳
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د اوزبیکستان د دولت له لوري د افغانستان په ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د باغونو او کرنیزې ځمکې جوړېږي.
اوزبیکستان د افغانستان په ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه کې باغونه جوړوي
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د اوزبیکستان د دولت له لوري د افغانستان په ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د باغونو او کرنیزې ځمکې جوړېږي.
 
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او اوزبیکستان تر منځ درې بېلا بېل تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
 
دغه تړونونه د دواړو هېوادونو د کرنې مسوولینو له لوري د افغانستان سرپرست دولت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معین او د اوزبیکستان د کرنې وزیر جمشید خواجه یوف تر منخ د اوزبیکستان پلازمېنه تاشکند کې لاس لیک شول.
 
د دغه تړونونو په اساس اوزبیکستان د افغانستان په یو زر ۶۰۰ هکتاره ځمکه کې  د انګورو، د څاڅکي سیستم باغونه، د پنبې، غنمو، خټکیو او سبزیو کروندې جوړوي.
 
د دغه تړون پر بنسټ به د اوزبیکستان دولت په ۱۰۰ هکتاره ځمکه کې ډول ډول باغونه کېنوي، ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې به د بېلا بېلو مېوه لرونکو باغونو څاڅکي سیستم جوړ کړي، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه به اصلاح شوي غنم او بنبه وکري او په ۵۰۰ هکتاره ځمکه به ډول ډول خټکي او سبزۍ وکري.
 
جمهورخبري آژانس

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي