۰

هلمند او بلخ کې صنعتي ښارګوټي جوړېږي

یکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۸
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هلمند او مزارشریف ولایتونو کې د دریو صنعتي ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شوې.
هلمند او بلخ کې صنعتي ښارګوټي جوړېږي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هلمند او مزارشریف ولایتونو کې د دریو صنعتي ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شوې.
 
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هلمند ولایت کې دوه صنعتي ښارګوټي او مزارشریف کې د یوه صنعتي پارک د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
 
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هلمند کې د صنعتي ښارګوټو د پرانستې په مراسمو کې ویلي، په وارداتو متکي اقتصاد څخه په صادراتو متکي اقتصاد ته د افغانستان لېږد د دوی د اقتصادي تګلارې لومړیتوب دی.
 
د بست صنعتي پارک په ۱۷۵ جرېبه خمکه کې په بست صنعتي ښارګوټي او ملي صنعتي پارک په دوه زره جرېبه ځمکه کې د هلمند په (دوه لارې) کې په پام کې نیول شوی دی.
 
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو مزارشریف کې د (بلخ باستان صنعتي پارک) تر نامه لاندې د صنعتي پارک د بنسټ ډبرې اېښودو خبر ورکړی دی.
 
دوی وايي، د بلخ باستان تر نامه لاندې صنعتي پارک ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا ۴ زره جرېبه ځمکه ورکړل شوې، چې په لومړي پړاو کې به یې په ۲۴۴ جرېبه ځمکه صنعتي پارک او په پاتې ځمکه به سوداګریز مرکز جوړ شي.
 
د پارک جوړېدو لومړني کارونه د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي، چې په کې ۳.۶ کیلومتره دیوال او ۱۰ کیلومتره سړک شامل دی او چارې به یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
 
جمهورخبري آژانس

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي