۰

د طالبانو د مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري بحرین ته ولاړ

سی شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۱
د طالبانو د مرکزي بانک سرپرست مشر ملا هدایت الله بدري د یوه پلاوی په مشرۍ بحرین هېواد ته تللی دی.
د طالبانو د مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري بحرین ته ولاړ
د طالبانو د مرکزي بانک سرپرست مشر ملا هدایت الله بدري د یوه پلاوی په مشرۍ بحرین هېواد ته تللی دی.
 
مرکزي بانک نن د لیندۍ ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بحرین ته د ملا بدري او ورسره پلاوی د سفر موخه د اسلامي مالي بنسټونو د محاسبې او تفتیش د څانګې په کلنۍ غونډه او د اسلامي پراختیايي بانک (AAOIFI)په غونډه کې ګډون دی.

د دغه کنفرانس موخه له غړو هېوادونو سره د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د نویو پرمختګونو شریکول، د اسلامي بانکدارۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو ټینګول او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له تجربو ګټه اخیستل دي.
 
د چارواکو په وينا، په دې غونډه کې به د مرکزي بانکونو پر استازو سربېره، د اسلامي مالي ادارو استازي او د غړو هېوادونو د اسلامي بانکونو د شرعي بورډ غړي هم ګډون وکړي.
 
جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي