۰

نړیواله ټولنه دې له واک څخه د طالبانو لرې کولو فکر پرېږدي

سی شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۰
د افغانستان پخواني ولسمشر په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور تېروتنه بللې وايي، نړیواله ټولنه دې نور له واک څخه د طالبانو لرې کولو فکر پرېږدي.
نړیواله ټولنه دې له واک څخه د طالبانو لرې کولو فکر پرېږدي
د افغانستان پخواني ولسمشر په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور تېروتنه بللې وايي، نړیواله ټولنه دې نور له واک څخه د طالبانو لرې کولو فکر پرېږدي.
 
 
ښاغلي کرزي دغه څرګندونې نن د لیندۍ ۷ مه له یوې جاپاني رسنۍ سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، نړیواله ټولنه باید له واکه د افغان طالبانو د موقت حکومت د جبري لرې کولو په لټه کې نه وي، بلکې د هر اړخیز بین الافغاني خبرو په جوړولو سره د کابل په سیاستونو کې د اصلاحاتو راوستل وغواړي.
 
ښاغلي کرزي ټینګار کړی، چې طالبان باید د نجونو زده کړو ته ژر تر ژره اجازه ورکړي او دا کار کېدای شي د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره یو ګام شي.
 
هغه دا هم ویلي، چې د امریکايي ځواکونو او ځینو افغان ځواکونو تېروتنې د دوی د شل کلن حضور له لاسته راوړنو څخه ډېرې دي.
 
ښاغلي کرزي څرګنده کړې، د بهرنیو ځواکونو او زموږ د خپلو دولتي ځواکونو تر ټولو لویه تېروتنه درانه پوځي فعالیتونه وو، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې په زرګونو ملکي وګړي ووژل او یا یې ټپیان کړل.
 
کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې آیا فکر کوي، چې امریکا طالبانو ته دا شین څراغ ورکړی و، چې هېواد په زور ونیسي و ویل: هو دا پېښه وشوه.
 
پخواني ولسمشر ټینګار کړی: تصور دا دی، چې د دوحې خبرې اترې د سولې لپاره نه وې او د افغانستان خلک اوس په دې باور لري.
 
جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي