د طالبانو د ریل پټلۍ څانګې اعلان کړی چې د دې ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت ترکمنستان ته تللی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغې ادارې نن د لیندۍ ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت د ترکمنستان د رسمي بلنې پر اساس عشق اباد ته تللی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه طالبان به په دغه سفر کې د ترکمنستان د اورګاډي له چارواکو سره د دوه اړخیزو اوسپنې پټلۍ د همکاریو او د لېږد رالېږد د زیاتوالي په اړه خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس