دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بدخشان ولایت واخان له لارې د چین سره د افغانستان د نښلېدو لارې د جوړولو چارو د پیل شوې.
د واخان – چین لارې جوړولو کار پیل شو
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بدخشان ولایت واخان له لارې د چین سره د افغانستان د نښلېدو لارې د جوړولو چارو د پیل شوې.
 
مجاهد تېره شپه د لیندۍ ۸ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د اقتصادي اړیکو د پراختیا په پار د واخان – چین لارې د جوړېدو چارې پیل شوې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ خونې او سوداګرو له طالبانو وغوښتل، چې د دغه لارې د جوړېدو چارې پیل کړي.
 
د واخان – چین د ورېښمو پخوانی لار به چین د افغانستان په یوه ستر سوداګریز شریک باندې تبدیل کړي.
 
دغه لار به د ورېښمو پخوانۍ لارې په اوږدو کې د چین سینګ کیانګ ایالت د بدخشان له واخان سره نښلوي او وروسته له هغې د واخان له ستونزمنو غرونو تېرېږي، د پنجشر ولایت انجمن کوتل ته او له هغې ځایه مرکزي افغانستان ته کشول کېږي.
 
جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcirqazwt1aqp2.k6ct.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته