د طالبانو د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي، هېڅ یوه یرغلګر ته د هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.
ملا یعقوب دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز له تعلیماتي مرکز څخه د ۸۹۷ تنو کمانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې کړي دي.
نوموړي فارغ شویو کسانو ته په خطاب کې و ویل، چې د نورو امنیتي ارګانونو سره اوږه په اوږه له خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي.
مجاهد ډاډ ورکړ، چې دغه ځواکونه به د خلکو د سر او مال ساتنه کوي او له خلکو یې هم وغوښتل، چې تر څنګ یې ودرېږي.
ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ، چې هېڅ یوه یرغلګر ته به د هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکړي.
د یادونې ده، چې ۸۹۷ تنه ځانګړو ځواکونو یا کمانډو له ۶ میاشتې عقیدتي، کمانډويي او مسلکي زده کړو څخه د دفاع وزارت د ستردرستیز د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د عالي زده کړو څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
جمهورخبري آژانس