۰

حنفي: نور هېڅوک اسلامي نظام ته په سپکه سترګه نه شي کتلی

شنبی ۱۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۳
د طالبانو اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، نور هېڅوک نه شي کولی د اسلامي نظام ته په سپکه سترګه وګوري.
حنفي: نور هېڅوک اسلامي نظام ته په سپکه سترګه نه شي کتلی
د طالبانو اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، نور هېڅوک نه شي کولی د اسلامي نظام ته په سپکه سترګه وګوري.
 
حنفي دغه څرګندونې د طالبانو د کمانډو ځواکونو په فراغت غونډه کې کړې او ټینګار یې کړي، چې نور هېڅوک نشي کولی اسلامي نظام، ځمکنۍ بشپړتيا او د هيواد ملي ګټو ته په سپکه سترګه وګوري. 
 
دی وايي، د افغانستان زرګونه عالمانو، د قرآن شريف حافظانو او زړورو ځوانانو د وطن د دفاع او اسلامي نظام لپاره ځانونه قربان کړل، ترڅو دغه آزادي رامنځته او په هيواد کې اسلامي نظام حاکم شي. 
 
هغه طالب کمانډیویانو ته په خطاب کې و ویل، د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې چې اسلامي نظام او د افغانستان ملي حاکميت ته په سپکه سترګه ګوري، په ټول توان دفاع وکړۍ. 

ده ویلي، د طالبانو ټول ځواکونه د اسلامي نظام حاکميت، د هيواد ابادۍ او پرمختګ، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ساتلو او د هغو ميندو د درد او ځور کمولو لپاره چې خپل اولادونه يې د دې نظام د حاکمیت لپاره قربان کړي، په هر حال کې د يو واحد جسد په توګه خدمت ته تيار دي.  
 
نوموړي دا هم ویلي، د افغانستان ټول خلک که څوک د اسلامي امارت په صفوفو کې وو او که څوک په مقابل لوري کې وو، د کلونو په اوږدو کې واقعا ځور وليد، نو په همدې اساس لازمه ده چې ټول مجاهدین خپل صفوف متحد او متفق کړي او د دې هيواد د هر فرد د ستونزو رفع کولو لپاره تل هڅه او له هغوی سره نيک چلند وکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي