د پاکستان دولتي راډیو اعلان کړی چې د دغه هېواد پولیسو تر اوسه ۴۰۲ زره افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.
د پاکستان دولتي راډیو اعلان کړی چې د دغه هېواد پولیسو تر اوسه ۴۰۲ زره افغان کډوال له هېواده ایستلي دي. د دغه راپور پر بنسټ، چې د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۱مه خپور شو، یوازې تېره جمعه ۳۷۷۶ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي. په راپور کې راغلي چې "خپل وطن ته د افغان اتباعو په ګډون د ناقانونه کډوالو شړل دوام لري." دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو جبري اخراج پیل کړی و. د دغه هېواد حکومت اعلان کړی چې ۱،۷ میلیونه افغان اتباع به اخراج کړي. جمهورخبري آژانس