د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوه سوداګر په خپلو پیسو د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړی دی.
دغه سوداګر سيدشاه حسيني نومېږي او د سانچارک ولسوالۍ په چهارده کلي کې يې د سل زره امريکايي ډالرو په شخصي لګښت د نجونو ښوونځى جوړ کړى دى.
دغه ښوونځی ۶ درسي ټولګي، یوه دفتري خونه او د روغتیا ساتنې په اسانتیاو سمبال دی.
ویل کېږي، چې د دغه ښوونځي ۱۲ زره متره مربع ځمکه هم د دغه سوداګر له خوا اخیستل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې دي.
خبرگزاری جمهور