پنجشیر ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې طالب ځواکونو د دغه ولایت په پیریان ولسوالۍ کې یو پخوانی سرتېری نیولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى عزيزالله نومېږي او درې ورځې وړاندې د پريان ولسوالۍ له "اريب" سيمې څخه د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا نيول شوى و.
سرچينې زياته کړې، چې طالبانو د دغه پخواني سرتېري د نيول کېدو د لامل په اړه څه نه دي ويلي.
ویل کیږي چې طالبانو دغه پخوانی سرتیری تر نیول کیدو وروسته کابل ته انتقال کړی دی.
جمهورخبري آژانس