۰

طالبان: د ځینو اټکلونو خلاف مو مثبت پرمختګ کړی دی

یکشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۰
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ادعا وکړه چې د ځینو اټکلونو برعکس موږ ښه او مثبت پرمختګ کړی دی.
طالبان: د ځینو اټکلونو خلاف مو مثبت پرمختګ کړی دی
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ادعا وکړه چې د ځینو اټکلونو برعکس موږ ښه او مثبت پرمختګ کړی دی.

د طالبانو ارګ نن سهار (د وږي ۱۲مه) په یوه بیان کې ویلي، د دې ډلې د سیاسي مرستیال مولوي ذاکر په مشرۍ د سیاسي چارو له یو شمېر کارپوهانو سره کتلي دي.

مولوي ذاکر په دې غونډه کې وويل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى او هر افغان په کې مساوي حقوق لري.

هغه وويل، د کارپوهانو د اصلاحي نيوکو په اړه د حکومت نظر مثبت دى او چارواکي خپلې چارې د خلکو له هيلو سره سم پرمخ وړي.

طالبانو ادعا کړې چې د دې ډلې امارت د ځینو حلقو له اټکلونو سره سم په سیاسي او اقتصادي برخو کې ښه او مثبت پرمختګ کړی دی.

کارپوهانو د اسلامي امارت حاکمیت د هیواد په کچه بشپړ او منسجم بللی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت له لوري پیل شوې پروژې د تیرو شلو کلونو د ساختماني کارونو په پرتله ښې دي او له هغې سره هیڅ ډول پرتله کیدای نشي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي