په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس صدیق الله قریشي وايي، د تورخم لاره یو ځل بیا د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
قریشي د باختر دولتي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، دغه لاره نن چهارشنبه د اګست په ۱۵ مه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه.
نوموړي د دې لارې د بندېدو د لامل په اړه څه ونه ويل.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو او پاکستاني لوري له لوري د پاسپورټونو او ویزو د غوښتنې پر سر د کړکېچ له امله دغه لار تړل شوې وه.
جمهورخبري آژانس