۰

د کانونو چور، طالبانو ۴۰۰ تنو ته د استخراج جوازونه ورکړي

پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۷
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، تازه یې  ۴۰۰ کان کېندونکو ته د پنجشېر ولایت د زمردو د استخراج جوازونه ورکړي دي.
د کانونو چور، طالبانو ۴۰۰ تنو ته د استخراج جوازونه ورکړي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، تازه یې  ۴۰۰ کان کېندونکو ته د پنجشېر ولایت د زمردو د استخراج جوازونه ورکړي دي.
 
دغه وزارت نن د لیندۍ ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهاب الدین دلاور دغه جوازونه د کابل د جګدلک د یاقوتو کان وړاندیز خلاصونې په مراسمو کې و وېشل.
 
دلاور وايي، شاوخوا ۱۵۰۰ د زمردو کانونه په پنجشېر ولایت کې تثبیت شوي دي، چې ۴۰۰ کان کېندونکو ته یې د استخراج جوازونه ورکړل شول او دغه راز کابو لس زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوه.
 
نوموړي ویلي، تر اوسه پورې د ۲ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۰ زره قیراطه زمردو په ۷ داوطلبیو کې پلورل شوي دي.
 
هغه دا هم زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي د زمردو د پلور لپاره انلاین داوطلبي وکړي تر څو د کورنیو سوداګرو تر څنګ بهرني سوداګر هم وکولی شي ګډون په کې وکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي