۰

منير: افغان کډوالو د پاکستان پر امنيت او اقتصاد جدي اغېز کړی دی

پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۳
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وايي، د غیر قانوني بهرنیانو راتګ د دغه هېواد پر امنیت او اقتصاد جدي اغېز کړی دی.
منير: افغان کډوالو د پاکستان پر امنيت او اقتصاد جدي اغېز کړی دی
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وايي، د غیر قانوني بهرنیانو راتګ د دغه هېواد پر امنیت او اقتصاد جدي اغېز کړی دی.

جيو نيوز د پاکستان د پوځ د اعلاميې په حواله ليکلي چې نوموړي پېښور ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې "غير قانوني بهرنيان د پاکستان پر امنيت او اقتصاد جدي اغېز کوي."

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان د حکومت پرېکړه د دوی د بېرته ستنولو په برخه کې د دغه هېواد په ګټه ده.

هغه زياته کړه، چې ناقانونه وګړي په انساني او باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه کېږي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د شړلو په بهیر کې د هغوی د سپکاوي، سپکاوي او د شتمنیو د ضبطولو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي