۰

بشري حقونه: طالبانو خپل ظلم او جبر ته زور ورکړی دی

شنبی ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۰
د بشري حقونو د څار اداره وايي، طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې خپل زورواکي پالیسي ګړندۍ کړې ده.
بشري حقونه: طالبانو خپل ظلم او جبر ته زور ورکړی دی
د بشري حقونو د څار اداره وايي، طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې خپل زورواکي پالیسي ګړندۍ کړې ده.

دغه سازمان د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته شدت ورکړی او د ښځو د مظاهرو د شنډولو لپاره یې له زور زیاتي کار اخیستی دی.

د راپور پر بنسټ، طالبانو هم په خپلسري ډول لاريون کوونکي نيولي او په ځينو مواردو کې يې تر څو اوونيو پورې په بند کې ساتلي دي.

راپور زیاتوي چې په ځینو مواردو کې د طالبانو له خوا د ښځو نیول د جبري ورکیدو لامل شوي او نیول شوي اعتراض کوونکي او د هغوی د کورنیو غړي د دغې ډلې له خوا شکنجه شوي دي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د طالبانو له خوا په نړیوالو موسسو او نورو برخو کې د ښځو پر کار بندیز ډېری افغان مېرمنې له خپل ژوند څخه بې برخې کړي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد پاتې شوی، چې ښځې او نجونې په رسمي ډول له ثانوي او لوړو زده کړو منع شوي او په عامه ځایونو کې د ښځو حضور او د هغوی د تګ راتګ ازادي منع او محدوده شوې ده.

په راپور کې دا هم راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو غچ اخیستونکي وژنې او د پخوانیو چارواکو او سرتېرو جبري ورکېدل ترسره کړل او د دغې ډلې استخباراتي او نورو ځواکونو د سرونو د لاندې کولو په ګډون بندیان شکنجه کړل.

د بشري حقونو د څار ادارې د مدني فعالانو او خبریالانو نیول کېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د مدني ټولنې پر وړاندې د طالبانو په روان فشار کې د رسنیو پراخ سانسور، د خبریالانو او فعالانو نیول شامل دي.

ديوبل خبرله مخې : په دې ډله کې دحفظ دپوهنې يو فعال مطيع الله ويسا هم له کوم تور پرته نيول شوى دى .

د بشري حقونو د څار د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشته عباسي وايي، طالبانو د افغانانو دې غوښتنې ته ځواب ورکړی، چې خپل حقونه تامین کړي او له زیات جبر سره حساب شي.

هغه زیاته کړه، "د اړوندو حکومتونو همغږي ملاتړ ته اړتیا ده چې پر طالبانو فشار راوړي چې ناوړه چلند پای ته ورسوي، او همدارنګه د بشري مرستو لپاره د افغانانو اړتیا پوره کړي."

دغه سازمان همداراز په افغانستان کې د بشردوستانه اړتیاوو په اړه ویلي، چې سږ کال بې سارې شمېر افغانان، چې په کې له درې میلیونو ډېر ماشومان په حاد خوارځواکۍ اخته دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په وینا، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، په میلیونونو کسانو دندې له لاسه ورکړې او فقر لاپسې زیات شوی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان دا هم ویلي، چې د داعش خراسان څانګې په ۲۰۲۳ کال کې هم په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د دې ډلې د بریدونو هدف ملکي وګړي، په ځانګړې توګه هزاره او شیعه ټولنې وې.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي