د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي یو ځل بیا وویل چې د نجونو زده کړې او د ملي یووالي ټینګښت په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره حیاتي ارزښت لري.
د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پخواني ولسمشر په هېواد کې د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو د موسسو له استادانو سره په کتنه کې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ.
د اعلامیې پر بنسټ، پخواني جمهور رئیس دې ته په اشارې چې د هېواد وده او پرمختګ د پوهنې محصول دی، د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانستل یوه حیاتي مسئله وبلله او په ملي یووالي او همغږي یې ټینګار وکړ، چې د دوامدارې تامین لپاره په هیواد کې د سولې او ثبات ټینګښت ملي اړتیا ګڼل کیږي.
خبرځاى زياته کړه چې د دغې غونډې برخه والو له اړوندو کورنيو او نړيوالو مقاماتو په تېره بيا د دوحې په راتلوونکې غونډه کې د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د ستونزو د هواري او په هېواد کې د تعليمي او تحصيلي حالت د ښه والي لپاره د کار غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په موده کې ښاغلي کرزي په وار وار له دغې ډلې څخه د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبری آژانس